کابل؛ د مالي مدیرانو لپاره ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۷
 K

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري د مرکز، سیمه‌ ییزو زونونو، د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونو او مرستونونو ۲۴ مالي مدیرانو ته د مالي محاسبې، مالي لارښود او مالي سیستم په اړه ۱۳ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د مالي چارو رئیس، حافظ شبیر احمد عثماني وویل چې د دغه ورکشاپ موخه د مالي مدیرانو د مسلکي ظرفیت لوړول، د مالي مدیریت پیاوړتیا او د ادارې د کاري کیفیت ښه والی دی. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې ترلاسه شوې زده کړې په خپلو ورځنیو کاري چارو کې عملي کړي.

دغه روزنیز ورکشاپ د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې ګډونوال به پکې د مالي مدیریت، مالي محاسبې، حساب ورکونې، مالي لارښود او مالي سیستم د اغېزمنې کارونې په اړه عملي او مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري خدمتونو د اغېزمنتیا لپاره د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې ته ځانګړې پاملرنه کوي او د روزنیزو پروګرامونو له لارې د ادارې د کاري کیفیت د لا پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۸:۲۹
Background image

هرات؛ وسایل مورد نیاز برای تقویت کسب‌وکار به ۱۴ خانواده مهاجر عودت‌کننده توزیع شد

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، با حمایت مالی صلیب‌سرخ هنگ‌کنگ و حمایت تخنیکی صلیب‌سرخ دانمارک، وسایل مورد نیاز برای تقویت کسب‌وکارهای کوچک را به ارزش ۱۵۷ هزار و ۴۸۰ افغانی به ۱۴. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۶
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی ۱۳ روزه برای مدیران مالی آغاز شد

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸ 

ورکشاپ آموزشی ۱۳ روزه از سوی ریاست مالی هلال‌احمر افغانی، برای ۲۴ تن از مدیران مالی مرکز، زون‌های ساحوی، مراکز نگهداری و تداوی بیماران روانی و مرستون ها در زمینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

هلال‌احمر افغانی؛ هزاران بیمار نیازمند در پکتیا تحت تداوی شدند

یکشنبه، ۱۱ صفر ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت پکتیا، به ۵۷۴۵ بیمار سراپا خدمات صحی شامل معاینه، توزیع ادویه مورد نیاز، پانسمان. . .

BACK TO NEWS