لوګر؛ ۸۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او روغتیا ساتنې اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۸:۶
L

پنجشنبه، ۱۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په نمایندګۍ کې د رواني ملاتړ او روغتیا ساتنې په اړه اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ، چې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ترسره شو، ۸۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو پکې ګډون کړی و.

د ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو ته د حفظ‌ الصحې، رواني ملاتړ، روغتیا ساتنې، د ناروغیو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د اغېزمنو لارو چارو په اړه نظري او عملي زده‌ کړې وړاندې شوې.

ټاکل شوې ده، چې یاد رضاکاران به په راتلونکو اونیو کې د لوګر ولایت په مرکز کې د جوړ شوي پلان له مخې د رواني ملاتړ، حفظ‌ الصحې او روغتیا ساتنې په برخو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي؛ څو د ناروغیو د مخنیوي او د سالمو روغتیايي کړنو د دودولو په برخه کې د ټولنې پوهاوی لوړ شي.

افغاني سره میاشت د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو له لارې هڅه کوي د عامې روغتیا د پوهاوي کچه لوړه، د ناروغیو د مخنیوي فرهنګ پیاوړی او د ټولنو د روغتیايي خوندیتوب په برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

لوگر؛ ورکشاپ آموزشی هشت‌روزه حمایت روانی و حفظ‌الصحه برای ۸۰ رضاکار به پایان رسید

پنجشنبه، ۱۶ محرم ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی هشت‌روزه در بخش حمایت روانی و حفظ‌الصحه، که از سوی هلال‌احمر افغانی در نمایندگی ولایت لوگر برگزار شده بود، به پایان رسید.

این ورکشاپ با حمایت مالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۰:۱۵
Background image

هرات؛ ۳۹۵ هزار افغانی به استادان و شاگردان آموزش‌های حرفه‌وی توزیع شد

چهارشنبه، ۱۵ محرم ۱۴۴۸

 

هلال‌احمر افغانی، در چارچوب پروژه تغییرات اقلیمی، مبلغ ۳۹۵ هزار افغانی را به ۴ تن از استادان اناث و ۵۰ تن از شاگردان مراکز آموزش‌های حرفه‌وی در ولسوالی‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۱
Background image

بغلان؛ به خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی، مواد غیرخوراکی مساعدت شد

چهارشنبه، ۱۵ محرم ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی به خانواده‌ای که در اثر آتش‌سوزی در شهر پلخمری، مرکز ولایت بغلان، آسیب دیده بود، مواد غیرخوراکی مساعدت کرد.

این کمک‌ها به‌منظور تأمین سرپناه. . .

BACK TO NEWS