د آسیا پاسیفیک ملي ټولنو د اِل نینو پدیدې پر وړاندې پر ګډ چمتووالي خبرې وکړې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۱۶
K

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې، د آسیا پاسیفیک د بېلابېلو هېوادونو د سرو میاشتو او سرو صلیبونو له مسؤولینو سره د اِل نینو (El Niño) اقلیمي پدیدې او د هغې د احتمالي اغېزو پر وړاندې د ګډ چمتووالي او همغږۍ په موخه په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ.

په دې ناسته کې ګډونوالو د اِل نینو پدیدې، اقلیمي بدلونونو او له دغو عواملو څخه د را ولاړېدونکو احتمالي خطرونو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او خپلې تجربې او معلومات یې شریک کړل. همدارنګه د دغې پدیدې له امله د وچکالۍ، سختو ورښتونو، سېلابونو او نورو اقلیمي پېښو د احتمالي رامنځته کېدو په اړه نظرونه تبادله شول.

د ناستې ګډونوالو د خطرونو د ارزونې، د چمتووالي د پیاوړتیا، د معلوماتو او تجربو د تبادلې او د ملي ټولنو ترمنځ د لا اغېزمنې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ناستې په پای کې د اِل نینو پدیدې او نورو اقلیمي خطرونو پر وړاندې د چمتووالي پروګرامونو د پراختیا، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د تجربو د تبادلې پر اهمیت ټینګار وشو.

د یادونې وړ ده، چې اِل نینو د اقلیم یوه طبیعي پدېده ده، چې د ارام سمندر د مرکزي او ختيځو برخو د سمندر د سطحې د اوبو د غیر عادي تودوخې له امله را منځته کېږي. دا پدېده د نړۍ د هوا پر نظام اغېز کوي او د باران، وچکالۍ، تودوخې او طوفانونو په بڼه کې بدلونونه راولي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د سیمه ‌ییزو او نړیوالو همکارانو په همغږۍ د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د چمتووالي او اغېزمن غبرګون لپاره خپل ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۹:۳۹
Background image

کندهار؛ ۴ میلیون افغانی کمک نقدی به ۴۰۰ زن نیازمند توزیع شد

سه‌شنبه، ۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، در چهارمین مرحله کمک‌های نقدی به ۴۰۰ زن نیازمند در منطقه ناحیه نهم شهر کندهار، ۴ میلیون افغانی توزیع نمود.

این کمک که با حمایت کمیته بین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۵۶
Background image

کابل؛ دو تفاهم‌نامه به‌منظور گسترش خدمات صحی و ارتقای ظرفیت جوانان و رضاکاران به امضا رسید

سه‌شنبه، ۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، مرکز اسلو ناروی و رابطه العالم الاسلامی، دو تفاهم‌نامه همکاری را در زمینه تقویت خدمات صحی و ارتقای ظرفیت جوانان و رضاکاران به امضا رساندند.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۵۸
Background image

کابل؛ بر تقویت همکاری‌های بشردوستانه میان هلال‌احمر افغانی و هلال‌احمر قطر تأکید شد

سه‌شنبه، ۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

محترم حافظ عزیزالرحمن، معاون هلال‌احمر افغانی، با آقای بها النجومی، رئیس هلال‌احمر قطر در افغانستان، دیدار تعارفی انجام داده و درباره اهمیت تقویت همکاری‌های. . .

BACK TO NEWS