کابل؛ د هرات په ګذرګاه دښته کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه
دوشنبه، ۱۵ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د هرات ولایت د ګذرګاه دښتې په سیمه کې د دې ادارې اړوند پر ۲۲.۵ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته، چې د تهیه او تدارکاتو آمریت له لوري تنظیم شوې وه، درې ودانیزو شرکتونو پکې ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې د شرکتونو د اسنادو له ارزونې او کره کتنې وروسته به د شرایطو له مخې ګټونکی شرکت وټاکل شي او د یادې ځمکې د پانګونې قرارداد به ورسره لاسلیک شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د خپلو شتمنیو د اغېزمنې پانګونې او شفاف مدیریت له لارې د بشري خدمتونو د پراختیا لپاره لا ډېرې پایدارې سرچینې رامنځته کړي.
