پکتیا کې ۷۵۰ داخلي بېځایه شويو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې
پنجشنبه، ٢٠ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ډنډِ پټان ولسوالۍ ۷۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۸ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو نغدي مرسته ترلاسه کړه.
دغه مرسته، چې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ برابره شوې وه، د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه هرې کورنۍ ته ۱۱ زره افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو د طبیعي پېښو او بېلابېلو ناورینونو له امله زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی د ژوند د وضعیت په ښه والي کې اغېزمن رول ولوبوي.
