تخار؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال له ولایتي څانګې لیدنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۸:۱۲
T

پنجشنبه، ۱۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د خپل کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ادارې له ولایتي څانګې څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال، نوموړي د ادارې بېلابېلې برخې وارزولې او د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ یې د بزګرانو د مارکېټ د هغې پروژې د پرمختګ بهیر وڅېړه، چې ټاکل شوې د یادې څانګې په ځمکه کې پلي شي. هغه همدارنګه د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته اړتیاوو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

ښاغلي مرستیال د یادې ولایتي څانګې د مسؤولینو او کارکوونکو هڅې وستایلې او د بشردوستانه خدمتونو پر پراختیا، د اړمنو خلکو پر ښه ملاتړ او د فعاليتونو پر اغېزمنتیا يې ټینګار وکړ.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو د بېلابېلو مرستندویه او روغتیايي خدمتونو له لارې د خلکو ستونزې راکمې او اړمنو هېوادوالو ته دوامداره بشري مرستې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در ولایت کنر رسیدگی شده است

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت کنر، به ۲۰۹۰ خدمات معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق واکسین، مشوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۷:۳۳
Background image

بلخ؛ ۲.۱ میلیون افغانی کمک نقدی به ۲۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب‌ توزیع شد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی ۲.۱ میلیون افغانی کمک نقدی را به ۲۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب در قریه‌های مختلف ولسوالی شولگره ولایت بلخ توزیع نمود.

این کمک که با حمایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۳
Background image

کابل؛ دو جلسه داوطلبی برای تهیه اعاشه گرم و کمره‌های امنیتی برگزار شد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷ 

دو جلسه جداگانه‌ای داوطلبی به‌منظور تهیه ۲۴ قلم مواد اعاشه گرم برای مشمولين داخلی مرستون مرکزی کابل و ۱۸ قلم کمره امنیتی برای ریاست محافظت و مصونیت این اداره،. . .

BACK TO NEWS