د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون له مشر سره د بشري همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې
یکشنبه، ۲۵ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره ناسته وکړه.
په ناسته کې د بشري همکاریو د پیاوړتیا، د مرستو د ښه تنظیم او د پایلو د ښه والي پر عملي لارو چارو خبرې وشوې.
همداراز، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او اړمنو ته د مرستو د پر وخت رسولو پر میکانیزمونو د بحث ترڅنګ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو بشري پروګرامونو د اغېز د زیاتوالي په موخه پر دوامداره همکاریو ټینګار وشو.
