هرات؛ له ۵۲۵ راستنو شویو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه
سې شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د مرکز په څوارلسمه ناحیه کې له ۵۲۵ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱ پلاستیکي سطل، ۱ تشت او د روغتیا ساتنې ۲ بستې ورکړل شوې.
دغه مرسته د راستنو شویو هېوادوالو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې راستنېدونکو کډوالو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې خپل بشري خدمتونه په اغېزمنه همغږۍ او پر وخت دوام ورکړي.
