د روژې په مناسبت؛ ارزګان کې سلګونو اړمنو کورنیو ته څه باندې ٩ ميليونه نغدي مرسته ووېشل شوه
یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې ارزګان ولایت کې پر ۷۱۰ اړمنو او بېوزله کورنیو نهه میلیونه او دوه سوه دېرش زره (۹،۲۳۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره افغانۍ ورکړل شوې، څو وکولای شي د روژې په میاشت کې پرې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
افغاني سره میاشت اووه ګونو بنسټيزو اصولو ته په کتو د اړمنو او بېوزله هېوادوالو لاسنیوی خپل کاري لومړیتوب ګڼي.
