د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس د راستنو شوو کډوالو د ستونزو د حل په موخه د الوزيو قوم له مشرانو سره وکتل
پنجشنبه، ۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په مرکزي دفتر کې د الوزيو قوم مشرانو سره ننګرهار او لوګر ولايتونو ته له ګاونډيو هېوادونو د راستنو شوو کډوالو د ستونزو د حل او بېړنيو مرستو د چمتو کولو په موخه وکتل.
ناسته کې د الوزيو قوم مشرانو د يادو کورنيو ستونزې او اړتياوې شريکې کړې او د بېړنيو خوراکي مرستو ترڅنګ يې د سرپناه او روغتيايي اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
هغوی وويل: راستانه شوي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هر اړخيز ملاتړ ته اړتيا لري.
عمومي رئیس د هغوی وړانديزونو تر اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې له کاري شریکانو سره په همغږۍ به د راستنو شوو کډوالو اړتياوو ته پر وخت رسېدنه وشي.
نوموړي همداراز ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د روغتيايي ستونزو د حل لپاره يې اړوندو سيمو ته ګرځنده روغتيايي ټيمونه واستول شي، څو کډوالو ته اړين روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
