د روژې په مناسبت؛ پکتیکا کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۹.۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۳۴
د روژې په مناسبت؛ پکتیکا کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۹.۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په شاوزه سیمه کې پر ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۹.۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۵.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۳ کیلو خُرما او ۱ کیلو شین چای شامل وو.
د مرستې موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو د اقتصادي ستونزو را کمول او د دوی د لنډمهاله خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کول وو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په نعمت آباد او چهاربران ولسوالیو کې پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو او بېوزله هېوادوالو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۸:۳۷
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ زن نیازمند از ۴ میلیون افغانی کمک نقدی بهره‌مند شدند

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

۴۰۰ زن نیازمند در مرحله سوم کمک‌ها، از کمک نقدی به مبلغ ۴ میلیون افغانی که از سوی هلال‌احمر افغانی در ناحیه نهم شهر کندهار توزیع شد، بهره‌مند شدند.

این کمک که با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۸:۱۵
Background image

هلمند؛ ورکشاپ چهار روزه ارتقای ظرفیت برای مدیران کنترول به پایان رسید

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی چهار روزه ارتقای ظرفیت برای مدیران کنترول ولایات هلمند، کندهار، ارزگان و زابل که از سوی هلال‌احمر افغانی در نمایندگی ولایتی هلمند برگزار شده بود، با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیا؛ به ۲۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی کمک‌های غذایی توزیع شد

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، به ۲۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در ولسوالی ځاځي آریوب ولایت پکتیا، کمک‌های غذایی توزیع نمود.

این کمک که از سوی دهکده صلح آلمان فراهم شده بود، بر. . .

BACK TO NEWS