د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
کندهار
د دندې عنوان: د اقتصادي خوندیتوب همکار
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کندهار
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: ۳۵ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر : HR@0199
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۸/۱۸
۱۴۰۴/۱۱/۱۷
2026/6/Feb
د دندې موخه
د اقتصادي خوندیتوب همکار باید کندهار زون کې د افغاني سرې میاشتې د پېښو د ادارې د ګډو فعالیتونو د ارزونې، همغږۍ او ملاتړ لپاره د دې ادارې او سره صلیب د اقتصادي تامیناتو څانګې تر منځ د یاد زون د ولایتونو په کچه همکاري وکړي. د اقتصادي خوندیتوب همکار باید د سویل زون په کچه د افغاني سرې میاشتې او اقتصادي تامیناتو ګډ فعالیتونه د هوکړه لیک او لارښود مطابق اداره، پلي او په اړه یې راپور وړاندې کړي.
د پېښو مدیر باید د اقتصادی تامیناتو څانګې، افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د پېښو ادارې او سویل زون ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي؛ څو مشترک فعالیتونه د هوکړه لیک مطابق ترسره شی. د دی ترڅنګ چې د اوږدمهاله ګډون ملاتړ شتون ولري او د ظرفیتو له لوړوالي څخه ډاډ ترلاسه شي، نو د پېښو مدیر باید د پروژو د ښه تطبیق لپاره له دواړو اړخونو سره ښې اړیکې ولري.
دندې او مسولیتونه:
• د سویل زون د پېښو سیمه ییز عمومي مدیر تر نظارت لاندې، د اقتصادي خوندیتوب همکار باید د افغاني سرې میاشتې له سیمه ییز ټیم سره چې په ولایتونو کې شتون لري، کار وکړي؛ څو د اقتصادي تامیناتو او افغاني سرې میاشتې ګډې پروژې په ښه توګه تطبیق شي. د بېلګې په توګه د څو اړخیزه نغدي پروژو انتقالول، د کرنې پروژه او د کار په مقابل کې د پیسو د ورکړې او نورې بېړنۍ پروژې.
• د پېښو سیمه ییز ټیم باید د پروژې د دورې ارزونه او پروژوي پلان له تطبیق څخه لیدنه وکړي، راپور یې وړاندې کړي او په اړه یې اړونده مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړي.
• په سویل زون کې رضاکارانو او د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته کورسونه دایرول او د سره صلیب له روزونکو او د سرې میاشتې د مرکزي دفتر د پېښو له مدیر سره همغږی کول.
• مرکز کې د پېښو له مدیر سره په همغږۍ د سیمه ییزو کارکوونکو هغه راپورنه، چې د اقتصادي تامیناتو او افغاني سرې میاشتې د ګډو پروژو اړوند وي؛ بیا کتل، د بېلګې په توګه د ارزونې راپورونه، د پروژې وړاندیز او د وېش نظارت ترسره کول.
• کاري برخې څارل او د سویل زون د پېښو مدیر سره د ګډو فعالیتونو په اړه همغږي کول.
• له انګليسي څخه سیمه ییزو ژبو او برعکس له سیمه ییزو ژبو څخه انګلیسي ته د پروژې اسناد ژباړل او ملاتړ یې کول.
د سویل زون د پېښو له مدیر سره په ټولو هغو اداري چارو او نورو پروسیجرونو کې چې د اقتصادي تامیناتو او سرې میاشتې د ګډو فعالیتونو اړوند وي؛ مرسته کول.
د دندې شرایط:
د پېښو یا غذايي خوندیتوب برخه کې د پوهنتون یا حرفوي زده کړو سند درلودل.
د هېواد په رسمي ژبو ( پښتو او فارسي) سربېره په انګلیسي ژبه بشپړ حاکمیت درلودل.
د کمپیوټر د پروګرامونو برخه کې بشپړ مهارت درلودل.
اړونده برخه کې له ۲ څخه تر ۳ کلونو یا دې ته ورته فعالیت کې لږ تر لږه یو کلنه تجربه درلودل.
له یوې غیر دولتي یا نړیوالې ادارې سره د کار تجربه درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.