کونړ کې له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
چهارشنبه، ۲۶ جمادی الاخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې له ۱۵۱ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د اقتصادي لاسنیوي او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه درې میلیونه او اووه سوه پنځه اویا زره (۳،۷۷۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم پر یادو کورنیو څه باندې ۲ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.
