د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۸:۲۷
د کارموندنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د دندې عنوان: د قلبي روغتون رياست
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
بخش:   روغتیا
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: رسمي دوهم بست
د بستونو شمېر:  ۱
جنسیت: نارینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر :  HR@0157
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۶/۲۲
۱۴۰۴/٩/٢٢
2025/Dec/13


د دندې موخه:
 د روغتون رئیس د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر چتر لاندې د ماشومانو د زړه د جراحي روغتون مشري، مدیریت او ستراتیژیکو لارښوونو ترسره کولو مسؤولیت لري. نوموړی دنده لري؛ څو د لوړ کیفیت، خوندي او دوامداره روغتیایي خدمتونه د افغاني سرې میاشتې تګلارو، عامې روغتیا وزارت ملي معیارونو او د نړیوالو لارښوونو لکه ( Safe Care، ISO، WHO ) سره سم یقیني کړي.
رئیس باید د قوي رهبرۍ، مالي شفافیت، بشري سرچینو د پیاوړتیا او د ناروغ ‌محور سیستم له لارې د روغتون مؤثر فعالیتونه یقیني کړي.

دندې او مسؤولیتونه:
د افغاني سرې میاشتې له ستراتیژیکو موخو سره سم د روغتون د فعالیتونو مشري، لارښوونه او څارنه کول.
د روغتون کلنۍ ستراتیژیکې او عملیاتي طرحې، بودیجه او د فعالیت شاخصونه جوړول او تطبیقول.
د عامې روغتیا وزارت له مقرراتو، د Safe Care او ISO له معیارونو سره ورته والی یقیني کول.
د روغتون د ټیم مشري او مدیریت کول او د اساسي کمیټو (تضمین کیفیت، تدارکات او عفونت د مخنیوي کمیټې IPC، HMIS ،مرګ و میر ) دایر او تعقیبول.
د ټولو کلینیکي، تشخیصي او اداري خدمتونو د موجودیت او مؤثریت څارنه کول.
د ماشومانو د زړه جراحي، ICU، کت‌لب او اړوند خدمتونو مسلکي معیارونه ساتل.
د ناروغانو د خوندیتوب تدابیر، د عفونت مخنیوی او د کیفیت دوامداره پرمختګ تطبیقول.
د افغاني سرې میاشتې له عمومي ریاست سره په همغږۍ روغتیایي تګلارې او طرزالعملونه جوړول او بیا کتنه یې کول.
د ټولو برخو د مدیرانو فعالیت ارزول او څارل.
د عملیاتو، مالیې، د HMIS/DHIS  او پروګرامي راپورونو پر وخت وړاندې کول، د معلوماتو سم مدیریت ترسره کول او د طبي اسنادو محرمیت ساتل.
 داخلي او خارجي اړیکې پیاوړې کول، له ملاتړ کوونکو سره همکاري او د روغتون اعتبار لوړول.
د روغتون د مالي چارو څارنه کول، د بودیجې تنظیم، د لګښتونو کنټرول او د سرچینو اغېزمن استعمال.
د بشري سرچینو د پالیسیو تطبیق، د کارکوونکو ګمارنه، روزنه او د کار د ارزونې سیستم ساتل.
د بایومېډیکل، کمپیوټر او ودانیزو تجهیزاتو د ساتنې او فعالیت څارنه کول.
د تخصصي زده کړو، څېړنو او کلینیکي ارزونو ملاتړ کول.
بېړنیو حالاتو ته د چمتووالي او غبرګون پلانونو په جوړولو کې ګډون کول.
منظمې غونډې ترسره کول، د OPD/ICU  د څانګو لیدنه کول، د ارزونې میاشتنی او درې میاشتنی غونډې ترسره کول.
د اړوند واک لرونکي مسؤول له لوري سپارل شوې دندې ترسره کول.


تعلیمي او مسلکي شرایط:
له معتبر پوهنتون څخه د ( MBBS یا  MD ) د فراغت سند درلودل.
په لاندې یوه برخه کې د ماسټرۍ سند درلودل لازمي دی:
د روغتون مدیریت
د روغتیایي خدمتونو مدیریت
د عامې روغتیا یا صحت عامه
د بیزنس اداره یا مدیریت
د افغانستان د طبي شورا (AMC) سره باید ثبت‌ وي.
هغه نوماندان چې اضافي تخصص ولري (لکه  FCPS، FRCS، FRCP، MS  یا MD ) ترجیح ورکول کېږي.


کاري تجربه:
په کلینیکي یا د روغتون د مدیریت برخه کې لږ تر لږه ۷ کاله تجربه ولري او کم تر کمه ۳ کاله یې په لوړه رهبري یا د رئیس په توګه کار کړی وي.
د تخصصي یا درېیمې کچې روغتونونو په مدیریت کې تجربه درلودل، په ځانګړي ډول د ماشومانو یا زړه په برخه کې.
تجربه د دولتي روغتیایي سیسټمونو، غیر دولتي مؤسسو یا نړیوالو روغتیایي ادارو سره یو امتیاز ګڼل کېږي.


ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.