لوګر کې له ۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره څه باندې ۲۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه
پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې را کمولو په موخه ۲۸.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۴ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، نخود، روب، مکروني او خُرما په کې شامله وه.
همدا راز، هرې کورنۍ ته درې چکۍ د ځان مینځلو صابون هم ورکړل شو.
