افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د پروګرامونو مسؤول د سرې میاشتې له مشرتابه سره تودیعي ناسته وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۳:۵۹
افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د پروګرامونو مسؤول د سرې میاشتې له مشرتابه سره تودیعي ناسته وکړه

چهارشنبه، ۵ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د پروګرامونو مسؤول ښاغلي احمد سلیمان په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور سره د مخه ښې په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې عمومي رئیس د پېښو زیانمنو ته د بشري مرستو د جلب او همکاریو برخه کې د ښاغلي سلیمان نه ستړې کېدونکې هڅې او صادقانه خدمتونه وستایل او د الله تعالی له دربار څخه یې ورته په راتلونکي کې د لا زیاتو بریاوو او عظیم اجر غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلي سليمان وويل، د ګډو بشري فعالیتونو د ترسراوي برخه کې د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه ملاتړ او د کاري ټیم منظمې هڅې د هغه د ماموریت په بريا کې مهم رول درلود، چې له همدې امله له سرې مياشتې د زړه له تله مننه کوم.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۵۵
Background image

خوست؛ ۷ تُن مواد غذایی به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 هلال احمر افغانی ۷ تُن مواد غذایی را به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده در مرکز ولایت خوست و ولسوالی‌های جاجى میدان، باک، علیشير، صبرى، گربز، نادرشاه کوت، مندوزیو و تنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

کابل؛ رئیس عمومی هلال احمر افغانی از شفاخانه قلبی دیدن نمود

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور رئیس عمومی هلال احمر افغانی، از خدمات صحی ارائه‌شده در شفاخانه قلبی که به‌تازگی از سوی این اداره افتتاح شده است، بازدید و روند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۴۷
Background image

بغلان؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بغلان، به ۶۶۲۴ بیماران سراپا خدمات صحی ازجمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

BACK TO NEWS