ارزګان؛ د لومړنیو روغتیایي مرستو په اړه روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
شنبه، ۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په علیزو کلي کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو په برخه کې د ظرفیت لوړونې اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو، حفظ الصحې او د واکسین د تطبیق ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې او فعالیتونو په تړاو مفصل معلومات ورکړل شول.
