عمومي رئیس شمال او شمال ختيځ زون ته د سفر لاسته راوړنې او جزيات له مرکزي رٸيسانو سره شريک کړل

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۷:۹
عمومي رئیس شمال او شمال ختيځ زون ته د سفر لاسته راوړنې او جزيات له مرکزي رٸيسانو سره شريک کړل

شنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور شمال او شمال ختيځ زون ته د خپل سفر لاسته راوړنې او جزيات د مرستيال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په شتون کې د مرکزي دفتر له رئیسانو او د مقام له سلاکارانو سره د يوې ناستې په ترڅ کې شريک کړل. 
ناسته کې ښاغلي دلاور د وروستۍ زلزلې له امله بلخ او سمنګان ولایتونو کې د زیانمنو شوو کورنیو د لیدنې او هغوی ته د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ترسره شوو خدمتونو په اړه خوښي وښوده، د دوى نه ستړې کيدونکې هلې ځلې او پر وخت کړنې يې د قدر وړ وبللې، زلزله ځپلو ته د رسېدنې برخه کې يې د مرکز او ولاياتو تر منځ ښه همغږي اغېزمنه ياده کړه او په اداري چارو کې يې په ورته غوره همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ.
نوموړي په دواړو زونونو کې رواني ناروغانو ته وړاندې کېدونکي خدمات معياري وګڼل او د سمنګان او کندز نماينده ګيو د نوو تعميرونو چارې يې مثبتې و ارزولې.
دغه راز، د مرکزي ریاستونو رئیسانو او سلاکارانو هم د چارو لا ښه والي په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل او د يو شمېر مهمو موضوعاتو په تړاو لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۸:۷
Background image

رئیس عمومی، دستاوردها و جزئیات سفر به زون شمال و شمال‌شرق را با رؤسای مرکزی شریک ساخت

شنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی، با حضور معاون محترم حافظ عزیزالرحمن، دستاوردها و جزئیات سفر خود به زون شمال و شمال‌شرق را در. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۲۲
Background image

به ۲۰۰ خانوادهٔ زلزله‌زده در سمنگان کمک نقدی توزیع شد

شنبه، ۲۴ جمادی‌الأولی ۱۴۴۷
 هلال‌احمر افغانی، مبلغ دو میلیون و صد هزار (۲,۱۰۰,۰۰۰) افغانی کمک نقدی را به‌منظور رسیدگی به نیازهای عاجل برای ۲۰۰ خانوادهٔ زلزله‌زده در ولسوالی حضرت سلطانِ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۲
Background image

به ۷۰ خانوادهٔ نیازمند در کابل کمک نقدی توزیع شد

شنبه، ۲۴ جمادی‌الأولى ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی، به‌منظور جلوگیری از تکدّی‌گری، مبلغ ۳۲۴ هزار افغانی کمک نقدی را به ۷۰ خانوادهٔ مشمول بیرونی (نیازمند و متکدی) در مرستون مرکزی ولایت کابل. . .

BACK TO NEWS