د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۱۸
زابل، هلمند، ارزګان او کندهار

Publish Date

Closing Date

Location

زابل، هلمند، ارزګان او کندهار

د دندې عنوان:  د لومړنیو روغتیايي مرستو ښځینه روزونکې
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای:  زابل، هلمند، ارزګان او کندهار 
د بست ډول: د روان زیږدیز (۲۰۲۵) ;کال له سپټمبر څخه د ډېسمبر تر پای پورې
د بستونو شمېر: زابل، هلمند، ارزګان کې یو یو بست، کندهار ( ۲ بستونه)
جنسیت: ښځینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر :  زابل ( HR@0089)، هلمند ( HR@0088)،  کندهار( HR@0086)، ارزګان ( HR@0090)
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۲/۳۰
۱۴۰۴/۶/۲
2025/Aug/24

د بست موخه: 
د افغاني سرې میاشتې په استازیتوب د لومړنیو روغتیايي مرستو، ارزونې او روغتیا د ترویج کورسونه پلي کول، د لومړنیو روغتیايي مرستو د رضاکارانو اداري او تخنيکي چارو ته وده وکول، څو د ټولنې په کچه د رضاکارانو په مټ غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي. همدا ډول له نورو څانګو سره همغږي کول، تر څو پېښو ته په منظم ډول ځواب وینه وشي او د ساري ناروغيو او مړینې کچه راټيټه شي.

دندې او مسئولیتونه:
1.    د چارو د ښه ترسراوي په موخه پلان جوړول.
2.    رضاکارانو سره ناستې دایرول.
3.    د رضاکارانو د روزنې لپاره پلان جوړول او د هغوی اړتیاوې ارزول.
4.    په اړونده سیمه کې د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو او فعالیتونو د لا ښه والي په موخه د نماينده ګۍ مسئولینو ته مشورې ورکول.
5.    په کاري چاپېریال کې د پروګرامونو له مسئولینو سره همکاري کول.
6.    د ادارې اړتیاوو ته په کتو په کورنیو او بهرنیو سیمینارونو او روزنیزو ورکشاپونو کې برخه اخیستل.
7.    د افغاني سرې میاشتې اصولو، مقرراتو، اساسنامې او د مراتبو  سلسلو ته پابندي او تطبیق کول.
8.    میاشتني راپورونه راټول، تحلیل او توحید کول او اړونده مسئولینو ته لېږل.
9.    د پروګرام د دوام لپاره د مؤسسو پرسونل ته د لومړنیو مرستو  د سوداګریز سیسټم له لارې مالي سرچینې متحرک کول.
10.    د ښځینه رضاکارانو او لومړنیو مرستو د سرګروپانو له کار او فعاليت څخه دوامداره څارنه کول.
11.    ډاډ ترلاسه کول، چې ټول رضاکاران له خپلو حقوقو څخه خبر دي.
12.    افغاني سرې میاشتې ته له لېږلو وړاندې د مالي اسنادو له بشپړوالي څخه ډاډ ترلاسه کول.
13.    د تدریس پر مهال له بېلابېلو علمي ميتودونو څخه کار اخيستل.
د چلند وړتياوې:
•    د افغاني سرې میاشتې د بنسټيزو اصولو رعایت کولو ته ژمنتیا درلودل.
•    په دوامداره توګه د افغاني سرې میاشتې د اصولو له رعایت کولو څخه څارنه کول.
•    مهارتونه شریکول او رضاکاران پېښځپلو او زیانمنو شوو سره مرستې او عملي اقدام ته هڅول.
•    د افغاني سرې میاشتې له اصولو سره سم د خلکو اړتیاوې پېژندل او د هغې د انعکاس لپاره دوامداره هڅې کول.
•    د  افغاني سرې میاشتې ټولنې په کورنیو او نړیوالو چارو پوهېدل.
•    د خپل واک په اډانه کې اړوندې چارې او مسئولیتونه پېژندل.
•    په بېړنیو شرايطو کې د پایلې ترلاسه کولو او کار د دوام مسئولیت منل.
•    د ټاکل شوو موخو ترلاسه کولو په پار له پوهې او مهارتونو کار اخیستل.
رهبري او وده:
•    د ډلې (ټيم) اجراآت او قووتونه پېژندل، تېروتنې یې سمول، مهارتونه ورسره شریکول او زده کړو ته هڅول.
عمومي مسایل:
•    د هېواد له مالي او اداري سیستم  او قوانينو، د افغاني سرې میاشتې اساسنامې، نافذه لایحو او کړنلارو سره بلدتیا درلودل.
•    د پلان جوړولو په چارو کې مسلکي پوهه درلودل، څارنه، ارزونه او اړوند پورته مسئول ته راپور ورکول.
•    د ولسوالیو سفر او په بېړنیو شرايطو کې کار ته چمتووالی درلودل.
•    د هېواد په رسمي ژبو د خبرو کولو، پوهاوي او لیکلو وړتيا درلودل.
•    د پراختیايي کارونو لپاره د مناسبو طرحو وړاندې کولو وړتیا درلودل.
•    له کارکوونکو او رضاکارانو سره د ښه چلند وړتیا درلودل.
•    د ګروپي فعالیتونو د تنظیم او ترسره کولو وړتیا درلودل.
•    د مسلکي پوهې، فعاليت او د هدف لرونکي کار په ترسره کولو سره ښې پایلې ترلاسه کول.
•    د رضاکارانو رهبري د هغوی د ظرفيت لوړولو لپاره.
•    د  ډلې (ټیم) په منځ کې ښې کړنې ستایل او تېروتنې او جوړوونکی فیډبک ورکول.
•    په بېړنیو حالاتو کې له ملي ټولنې سره مرسته کول.
 مهمې ځانګړتیاوې:
1.    د قابلګۍ، نرسنګ او یا کومه بله روغتیايي برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې ولري.
2.    د لومړنیو روغتیايي مرستو یا دې برخه کې د تدریس دوه کلنه کاري تجربه ولري.
3.    د لومړنیو روغتیايي مرستو د تدریس وړتیا درلودل.
4.    د مايکروسافټ او انټرنیټي پروګرامو د کارولو وړتيا درلودل.
5.    د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د اړيکو ښه مهارت درلودل.

ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
‬‬‬‬‬0708623185

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.