د مرکزي دفتر مسٸولينو ته د ستراتيژيک پلان جوړونې په اړه د پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۹
د مرکزي دفتر مسٸولينو ته د ستراتيژيک پلان جوړونې په اړه د پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

سې شنبه، ۱۹ محرم الحرام ۱۴۴۷

د یوه اغېزمن او جامع ستراتیژیک پلان جوړونې په موخه مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په شتون کې د سکرتر جنرال مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رئیسانو، سلاکارانو او مستقلو امریتونو مسئولینو ته د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

د ورکشاپ په پرانیسته کې په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام وویل، افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو د تېر ستراتيژیک پلان پیاوړو او کمزورو نقطو تر ارزونې وروسته د راتلونکي لپاره داسې یو ستراتيژیک پلان جوړ کړي، څو له مخې یې مرستندویه چارې په منظم او اغېزمن شکل پر مخ یو وړل شي. نوموړي زیاته کړه، چې کاري ټيم باید د نوي ستراتیژیک پلان په جوړولو کې پخوانی پلان په کره توګه و ارزوي، څو له نیمګړتیاوو مخنیوی وشي.

ورکشاپ کې د اطلاعات او خپرونو رئيس ښاغلي جمعه خان نائل د روزونکي په توګه ګډونوالو ته د پلان جوړونې، ستراتیژیک پلان د اهمیت، موخو، پړاوونو او مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در ولایت کنر رسیدگی شده است

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت کنر، به ۲۰۹۰ خدمات معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق واکسین، مشوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۷:۳۳
Background image

بلخ؛ ۲.۱ میلیون افغانی کمک نقدی به ۲۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب‌ توزیع شد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی ۲.۱ میلیون افغانی کمک نقدی را به ۲۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب در قریه‌های مختلف ولسوالی شولگره ولایت بلخ توزیع نمود.

این کمک که با حمایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۳
Background image

کابل؛ دو جلسه داوطلبی برای تهیه اعاشه گرم و کمره‌های امنیتی برگزار شد

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷ 

دو جلسه جداگانه‌ای داوطلبی به‌منظور تهیه ۲۴ قلم مواد اعاشه گرم برای مشمولين داخلی مرستون مرکزی کابل و ۱۸ قلم کمره امنیتی برای ریاست محافظت و مصونیت این اداره،. . .

BACK TO NEWS