د کابل ده سبز ولسوالۍ کې پر سېلاب ځپلو پاخه خواړه ووېشل شول
دوشنبه، ۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په لارښوونه تېره شپه ناوخته د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله پر زیانمنو شوو کورنیو د کارکوونکو او رضاکارانو په مټ ۲۵۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول.
