د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه پيل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۴۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود پر ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه پيل شوه!

نن یکشنبه د ذو القعدې میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې اړوند کابل مرکزي روغتون کې د دې خیریه ملي ټولنې په مرسته له بنګله دېش هېواد څخه د راغلو ماهرو ډاکټرانو له لوري د شونډو او تالو چاود په رنځ د اخته ناروغانو د وړیا درملنې او جراحي عملياتو په موخه پرانيست غونډه د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د مرکز الاسلام خیریه بنسټ د مشر ښاغلي حمزه شهید الاسلام په شتون کې ترسره شوه. 

غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د یاد بنسټ له لوري له افغاني سرې میاشتې سره د تېرو او اوسنیو مرستو مننه وکړه او د الله سبحانه و تعالی له دربار څخه یې د یاد مرستندوی بنسټ مسئولینو ته د خیر او اجر غوښتنه وکړه، نوموړي زیاته کړه، افغاني سره میاشت په ټول توان هڅه کوي مرکزي روغتون کې هېوادوالو ته په ټولو روغتیايي برخو کې د آسانتیاوو زمینه برابره کړي، ترڅو د ټولنې بې وزله او اړمن قشر وکولی شي د هرې ناروغۍ لرونکي ناروغان دلته تداوي کړي.

د دې ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون رئیس ښاغلي ډاکټر عبد الولي اُتمانزي په خپله وینا کې ګډونوالو سره یاد روغتون کې د ترسره کېدونکو روغتیايي خدماتو په هکله معلومات شريک کړل او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون مسئولین او کارکوونکي د هېوادوالو هر راز خدمت ته چمتو دي او دا چاره خپل ایماني مسئولیت ګڼي، نوموړي په روغتيايي برخه کې د مرکز الاسلام بنسټ خدمات نه هېرېدونکي او د قدر وړ وبلل. 

ورپسې د بنګله دېش هېواد د مرکز الاسلام بنسټ په استازولۍ ښاغلي حمزه شهید الاسلام په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې له لارې د ناچاره او اړمنو وګړو د لاسنیوي او درملنې ترڅنګ راتلونکي کې د سترګو او سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې په برخه کې د لا ډېرو همکاریو او ملاتړ ترسره کولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا به له افغانانو سره د دوی وروستۍ مرسته نه وي، بلکې د خپلې ایماني وجیبې له مخې به د داسې ناچاره او بېوزله وګړو لاسنیوي ته دوام او پراختیا ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د شونډو او د تالو چاود د عملیاتو او درملنې پیل شوی بهیر به د ثور د میاشتې له ۲۸ مې نېټې څخه د جوزا میاشتې تر ۴مې  نېټې پورې دوام ومومي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۵۵
Background image

خوست؛ ۷ تُن مواد غذایی به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 هلال احمر افغانی ۷ تُن مواد غذایی را به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده در مرکز ولایت خوست و ولسوالی‌های جاجى میدان، باک، علیشير، صبرى، گربز، نادرشاه کوت، مندوزیو و تنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

کابل؛ رئیس عمومی هلال احمر افغانی از شفاخانه قلبی دیدن نمود

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور رئیس عمومی هلال احمر افغانی، از خدمات صحی ارائه‌شده در شفاخانه قلبی که به‌تازگی از سوی این اداره افتتاح شده است، بازدید و روند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۴۷
Background image

بغلان؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بغلان، به ۶۶۲۴ بیماران سراپا خدمات صحی ازجمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

BACK TO NEWS