نورستان ولایت کې د اورلګېدنې له امله پر زیانمنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نورستان ولایت کې د اورلګېدنې له امله پر زیانمنو شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن شنبه د شعبان د میاشتې پر ۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ په ژاک سیمه کې د اورلګېدنې له امله له ۸ زیانمنو شویو کورنیو سره ۵ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ سيټ د پخلنځي توکي، یوه خېمه او دوه کیلو شین چای ورکړل شو.