سرپل ولایت کې د اورلګېدنې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
سرپل ولایت کې د اورلګېدنې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۰مه، د سرپل ولایت د القاني کلان په سیمه کې د اورلګېدنې له امله له ۳ زیانمنو شویو کورنیو سره ۴ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، دوه ترپالونه، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.