په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې خبرونه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۵:۴۱
خبرونه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
*  د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور او مرستیال یې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر ښاغلي دوکتور محمد سعید العیاش او مل پلاوي سره  تعارفي ناسته وکړه.

*  افغاني سرې میاشتې ته د اندونیزیا هېواد له لوري د نړیوال فدراسیون په همکارۍ په افغانستان کې د هرات ولایت د زلزله ځپلو او د وروستيو طبیعي  پېښو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه پنځوس ټنه مرسته وسپارل شوه.

هرات:
د ګلران ولسوالۍ په مختلفو کلیو کې له ۱۶۴ زلزله ځپلو کورنیو سره د کورونو د جوړولو په موخه په دوهم پړاو کې په ټولیزه توګه شل میلیونه دوه سوه څلور پنځوس زره افغانۍ (۲۰،۲۵۴،۰۰۰) نغدي مرسته ترسره شوه.

فراه:
د روغتیایي کارکوونکو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۸۲۴۴ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

بغلان:
بُرکې ولسوالۍ کې له ۱۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۸۱،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.

ننګرهار:
د جلال آباد ښار اړوند سیمو او د بټي کوټ په ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه سروې پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

بغلان؛ ۱ میلیون و ۸۴۵ هزار افغانی در مقابل کار به ۱۱۷ کارگر توزیع شد

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، ۱ میلیون و ۸۴۵ هزار افغانی را در مقابل کار به ۱۱۷ کارگر مسلکی و غیرمسلکی در منطقه انارخیل ولسوالی بغلان مرکزی ولایت بغلان توزیع نمود.

بر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۰
Background image

کابل و بادغیس؛ ۲۵۸ دانش‌آموز از مراکز آموزشی فارغ‌التحصیل شدند

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌الاخر ۱۴۴۸

۱۲۰ تن دانش‌آموز پس از تکمیل دوره‌های آموزشی خود از مرکز آموزشی جوانان و رضاکاران هلال‌احمر افغانی در حصه اول خیرخانه ولایت کابل، و ۱۳۸ تن دیگر از مرکز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۲۰
Background image

بیش از ۱۸ هزار بیمار از خدمات صحی در هرات بهره‌مند شده اند

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت هرات، برای ۱۶۵۸۶ بیمار سراپا، خدمات صحی از جمله معاینه، توزیع ادویه ضروری. . .

BACK TO NEWS