هرات!
نن د ربیع الثاني په دویمه، د افغاني سرې میاشتې له لورې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په اړوندو کلیو کې د خوراکي توکو مرسته چې د ملک سلمان خيريه بنسټ لخوا چمتو شوې وه، له ۳۰۱ زلزله ځپلو کورنيو سره تر سره شوه. د هرې کورنۍ، په مرسته کې ۴۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا او ۲ کیلو خرما شامل وو. بايد وويل شي، چې یاد بنسټ له دې وړاندې نن په رباط سنګي ولسوالۍ کې پر ۳۷۶ زلزله ځپلو کورنیو ورته مرسته هم وېشلې وه.

