ننګرهار!
نن د ربيع الاول په ۱۹مه افغاني سرې مياشتې د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې ۱۵ کورنيو ته چې د ورستيو بارانونو له امله زيانمنې شوې وې د غير خوراکي توکو مرسته وکړه. په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸ کمپلې، د پخلنځي ۱۳ عدده توکي، ۱ د اوبو بوشکه او ۱ ترپال شامل وو، سربېره په ياده مرسته ۵ کورنيو ته چې کورونه يې ډېر زيانمن شوي وو يوه يوه خېمه هم ور کړل شوه.