د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په جلګه ولسوالۍ کې ۳۴ سیلاب ځپلو کورنیو سره خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه!
د بغلان ولایت په جلګه ولسوالۍ کې ۳۴ سیلاب ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د ۱۶ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۱۰ پاکټه مکروني، ۴ کیلو وریژې، ۴ کیلو نسک، ۳ کیلو بوره، ۱ ترپال، ۱ د روغتیا ساتنې سیټ، د پخلنځي لوښي او یو شمېر نور توکي شامل وو. یاده مرسته د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه.
