کابل؛ د محاسبې او مالي لارښود ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۶
K

شنبه، ۱۹ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د محاسبې او مالي لارښود تر عنوان لاندې ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې د مرکزي دفتر او د بلخ، کندهار، کندز او هرات زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنه د مالي او عوایدو مدیران پکې ګډون لري.

دغه ورکشاپ د افغاني سری میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ، د مالي مدیریت د پیاوړتیا، حساب ورکونې د لوړولو او د مالي لارښود د اغېزمن تطبیق په موخه دایر شوی.

د ورکشاپ په ۱۵ ورځني بهیر کې به ګډونوالو ته د محاسبې، مالي لارښود، حساب ورکونې او مالي راپور ورکولو په برخو کې روزنه ورکړل شي؛ څو د مالي چارو د مدیریت او راپور ورکولو په برخه کې د هغوی مسلکي وړتیاوې پیاوړې شي.

د ورکشاپ په پیل کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام د مالي چارو اهمیت ته په اشارې وویل، چې په مالي برخه کې دقت او مسؤولانه مدیریت يې د ادارو د چارو په سمون او اغېزمنتیا کې مهم رول لري.

نوموړي له مالي مسؤولینو وغوښتل چې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال د مالي چارو د شفافیت، د معلوماتو د کره ثبت، حساب ورکونې او پر وخت د راپور ورکولو اصول په پام کې ونیسي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۹:۳۰
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی ۱۵ روزه محاسبه و رهنمود مالی آغاز شد

شنبه، ۱۹ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی ۱۵ روزه محاسبه و رهنمود مالی در دفتر مرکزی هلال‌احمر افغانی آغاز شد که ۳۰ تن از مدیران مالی و عواید دفتر مرکزی، زون‌های بلخ، کندهار، کندز و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳
Background image

زابل؛ روند انتخاب اعضای جدید مجامع ولایتی هلال‌احمر افغانی آغاز شد

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی روند انتخاب اعضای جدید مجامع ولایتی را در ولایت زابل آغاز کرد که در نخستین مرحله، پنج تن در ولسوالی شینکی این ولایت به‌عنوان اعضای جدید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴۱
Background image

پروان؛ ۲ میلیون افغانی کمک نقدی به ۲۰۰ زن نیازمند توزیع شد

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، ۲ میلیون افغانی کمک نقدی را در جریان پنجمین مرحله کمک‌رسانی، به ۲۰۰ زن نیازمند که در ولسوالی سالنگ ولایت پروان با کمبود مواد غذایی مواجه. . .

BACK TO NEWS