هرات؛ په څلورو ناحیو کې د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو نوي غړي وټاکل شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۶:۴۳
H

شنبه، ۱۲ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په څلورمه، شپږمه، یوولسمه او پنځلسمه ناحیو کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې او پېژندنې غونډې ترسره شوې، چې په کې یو شمېر مخور، قومي مشران او لوستي ځوانان د ولایتي مجامعو د نویو غړو په توګه وټاکل شول.

دې غونډو کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي فعالیتونو، د ولایتي مجامعو د ارزښت او د غړو د دندو او مسوولیتونو په اړه معلومات ورکړل شول. 

همدا راز، د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت هم ټینګار وشو.

د يادونې وړ ده، چې د ولایتي مجامعو نوي غړي به په خپلو اړوندو سیمو کې د خلکو د ستونزو او اړتیاوو په پېژندلو، له افغاني سرې میاشتې سره په بشردوستانه فعالیتونو کې د همغږۍ او د اړمنو خلکو د اړتیاوو په شریکولو کې فعاله ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۶:۴۶
Background image

هرات؛ اعضای جدید مجامع ولایتی هلال‌احمر افغانی در چهار ناحیه انتخاب شدند

شنبه، ۱۲ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

 نشست‌های انتخاب و معرفی اعضای جدید مجامع ولایتی، از سوی هلال‌احمر افغانی، در نواحی چهارم، ششم، یازدهم و پانزدهم شهر هرات برگزار شد که در جریان آن، شماری از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۵۰
Background image

بلخ؛ ۲۳ میلیون افغانی به ۱۰۰۰ دهقان آسیب‌دیده از جنگ‌ها و خشکسالی توزیع شد

شنبه، ۱۲ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، مبلغ ۲۳ میلیون افغانی کمک نقدی را به ۱۰۰۰ دهقان آسیب‌دیده از جنگ‌ها و خشکسالی در ولسوالی دولت‌آباد ولایت بلخ توزیع نمود.

این کمک که از سوی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۸
Background image

کابل؛ ورکشاپ سروی و دیزاین شبکه‌های آبرسانی آغاز شد

شنبه، ۱۲ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه در مورد آب، حفظ‌الصحه و سروی و دیزاین شبکه‌های آبرسانی، از سوی ریاست خدمات صحی هلال‌احمر افغانی و با حمایت مالی کمیته بین‌المللی صلیب. . .

BACK TO NEWS