د کارموندنې خبرتيا!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۶
د کارموندنې خبرتيا

Publish Date

Closing Date

Location

کندز

د دندې عنوان: د عمومي داخلې ډاکټره

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: کندز

د بست ډول: رسمي، درېیم بست

د بستونو شمېر: ۲

جنسیت: اناث

کاري وخت: پوره ورځ

د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم

د بست کوډ نمبر : کندز مرستون ( hr@0336)، کندز د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز ( hr@0338)

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۸/۵/۸

۱۴۰۵/۷/۲۸

2026/20/Oct

 

 

د دندې تفصیل:

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بنسټيزو او فرعي روغتیايي کلینیکونو په کچه د روغتیايي خدمتونو د څانګو چارې تنظیمول، معیاري او د منلو وړ روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، د ثابتو کلینیکونو د آمریت تر لاس لاندې کارکوونکو له کړنو، مالي او اداري چارو څخه ډاډ ترلاسه کول او د امیدواره ښځو روغتیايي ستونزو ته ځانګړې پاملرنه کول.

دندې او مسؤولیتونه:

کلینیکي مشورې:

په ورځنۍ توګه د (OPD) بیرونیو ناروغانو ته روغتیايي مشورې ورکول، ناروغان معاینه کول او د ټپونو، ناروغیو او بېلابېلو ستونزو تشخیص او درملنه کول.

د بېړنۍ پاملرنې خدمتونه:

د بېړنۍ درملنې چوپړتیاوې وړاندې کول، د ناروغانو روغتیايي وضعیت معلومول او د اړتیا په صورت کې د ټراما پېښې اداره کول.

د مزمنو ناروغیو اداره:

د شکرې (ډایبېټس)، لوړ فشار (هایپرټنشن) او نورو اوږدمهالو ناروغیو څارنه او درملنه کول.

طبي کړنلارې:

کوچني جراحي عملیاتونه ترسره کول، ټپونو ته پاملرنه کول او ګنډل (سیون کول).

تشخیصي چارې:

د تشخیص ازموینې ترسره کول او پایلې یې له نورو سره شریکول (لکه د وینې معاینات او ایکسرې).

د درملو اداره:

مناسب درمل تجویز او د درملنې پلانونه ترتیبول.

ارجاع :

پېچلې پېښې متخصصینو یا لوړو روغتیایي مرکزونو ته راجع کول او راجع شوي ناروغان تعقیبول.

د اسنادو ثبت:

د ناروغانو کره او دقیق طبي ریکارډونه ساتل، ورځني مراجعین ثبتول او د HMIS د روغتیا د معلوماتو د مدیریت سیستم د راپور ورکولو اصولو ته پابندي کول.

وقایوي پاملرنه:

مراجعینو ته روغتیایي پوهاوی ورکول، واکسینونه تطبیقول او د پاکوالي، خوړو او ناروغیو د مخنیوي په اړه اړینې مشورې ورکول.

ټیمي همکاري:

له قابلو، نرسانو او نورو کارکوونکو سره نږدې همکاري کول؛ څو کیفیت لرونکي خدمتونه وړاندې شي او د ټیټ رتبه کارکوونکو روزنه تضمین شي.

راپور ورکول:

اړوند مسؤول ته اونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول.

 

د دندې شرایط:

د معالجوي طب برخه کې د لېسانس سند درلودل، دې برخه کې تر لېسانس د لوړو زده کړو لرونکې او د عامې روغتیا وزارت د اګزېټ د ازموینې سند درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

اړونده برخه کې لږ تر لږه ۳ کلنه تجربه درلودل.

د هېواد په رسمي ژبو تسلط درلودل او په انګلیسي ژبه د خبرو او لیکلو وړتیا درلودل.

په دندې پورې اړوند کمپيوټري مهارتونو باندې پوهېدل.

 

 

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

 

برېښنا لیک:

hr@arcs.af

 

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

0701436832

 

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.