د ځان‌ بسیاینې پر لور: کندز کې ۵۰ بې‌سرپرسته کورنیو سره ۱.۵ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۸:۱۴
د ځان‌ بسیاینې پر لور: کندز کې ۵۰ بې‌سرپرسته کورنیو سره ۱.۵ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۸ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندز ولایت کې له ۵۰ بې‌ سرپرسته او اړمنو کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینې په موخه ۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د دویم پړاو په ترڅ کې ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې، څو خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.
تمه ده، دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د عاید دوامدارې سرچینې برابرې او پر نورو د هغوی تکیه راکمه کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم پر دغو کورنیو په لومړي پړاو کې ۶۵۰ زره افغانۍ وېشل شوې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS