د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
کندهار-ننګرهار
د دندې عنوان: د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د برخې مدیر
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کندهار، ننګرهار
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۲
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: ۵۰ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر : HR@0204
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۸/۲۲
۱۴۰۴/۱۱/۲۱
2026/10/Feb
د دندې تفصیل:
د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي اړوند چارو مدیر باید د ختیځ او سوېل ختیځو سیمو په کچه د افغاني سرې میاشتې د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د پروګرامونو لپاره تخنیکي، عملیاتي او همغږیز ملاتړ برابر کړي. ډاډ ترلاسه کول، چې د لوړ کیفیت، ټولشموله او پایداره اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د پرګرامونو تطبیق د غورځنګ، کاري شریکانو او افغاني سرې میاشتې له ستراتیژیو، ملي لومړیتوبونو او نړیوالو بشري معیارونو سره سمون ولري.
دندې او مسؤولیتونه
• د آی سي آر سي ، آی ایف آر سي، ګډون کوونکو ملي ټولنو او نورو اړوندو کاري شریکانو سره په سیمه ییزه او ولایتي کچه د افغاني سرې میاشتې د د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي اړوند فعالیتونو برخه کې همغږي تضمینول.
• د سپارښتنې پر مهال په سیمه ییزه او ولایتي کچه د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي، روغتیا او بېړنیو همغږیو په پروګرامونو کې د افغاني سرې میاشتې استازیتوب کول.
• په ختیځ او سوېل ختیځو سیمو کې د حکومتي ښکېلو ادارو، روغتیایي مرکزونو ، د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي کلسټرونو او ټولنیزو جوړښتونو سره نږدې کاري اړیکې ساتل.
• د سیمې په کچه د زیانمنو او لرې پرتو سیمو لپاره د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي عمومي اړتیاوو ارزونې، د خطرونو او نیمګړتیاوو د تحلیل په برخه کې همکاري کول.
• د شواهدو پر بنسټ د پروګرام د ډیزاین او پرېکړو کولو لپاره د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي معلومات راټولول، تائید او تحلیل کول.
• سیمه ییز وضعیت او خطرونو ته په کتو د افغاني سرې میاشتې د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د ستراتیژیو ، احتمالي او بېړني غبرګون پلانونو د بیاکتنې، تطبیق او سمون ملاتړ کول.
• د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي اړوند تجهیزاتو او بېړنیو کټونو د تدارک، مخکې ځای پر ځای کولو او وېش د پلان جوړونې برخه کې مرسته کول.
• د افغاني سرې میاشتې او غورځنګ د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي له لارښوونو ،نړیوالو معیارونو او ملي تګلارو سره سم د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د پرګرامونو د ډیزاین، بیاکتنه او تطبیق ملاتړ کول.
• د اوبو رسولو سیستمونو لپاره تخنیکي ملاتړ برابرول، لکه د سرچینې ټاکنه، استخراج، زېرمه، تصفیه او وېش.
• چاپېریالي روغتیاساتنې ته پاملرنه کول، لکه د فاضله موادو دفع، د جامدو کثافاتو مدیریت او کنټرول ترسره کول.
• له کلتوري پلوه د منلو وړ، ټولنیز محوره او ټولشموله د روغتیا ساتنې پلانونه برابرول.
• د عرضي موضوعاتو ادغام، لکه جنسیت، ساتنه، د معلولیت شمولیت، د اقلیم پر وړاندې مقاومت/د افتونو د خطر کمول.
• د منظور شوو وړاندیزونو، بودیجو او افغاني سرې میاشتې د عمل له پلانونو سره سم د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي اړوند فعالیتونو د پلان په تطبیق کې د ولایتي ټیمونو ملاتړ کول.
• ولایتونو او ولسوالیو ته منظم سفرونه کول، د پرمختګ څارنه کول او د تخنیکي کیفیت عملي ملاتړ کول.
• د څارنې د وسایلو سمه کارونه او د جنس او عمر پر بنسټ د معلوماتو راټولولو تضمین کول.
• د تطبیق پر وړاندې ستونزې پېژندل او د پروګرام د اغېزمنتیا او ښه والي لپاره عملي حل لارې وړاندې کول.
• د غوره تجربو، زده کړو درسونو او بریالیو کیسو مستند برابرول.
• د روزنې، لارښوونې او دندې پر مهال د زده کړې له لارې د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي اړوند ولایتي روغتیایي کارکوونکو او رضاکارانو تخنیکي ظرفیت لوړول.
• د ولایتونو په کچه د روزنې، اړتیاوو ارزونې، اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي اړوند ورکشاپونه تنظيمول.
• د ټولنې په کچه د روغتیايي کارکوونکو استازو ته د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د تاسیساتو د ساتنې او خوندي کارولو برخه کې روزنه ورکول.
• د ماموریت او فعالیت راپورونه او د څارنې تازه معلومات په خپل وخت د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي مسؤل ته سپارل.
• په سیمه کې د بېړني چمتووالي او غبرګون فعالیتونو د راپور ورکولو ملاتړ کول.
د دندې شرایط:
• د ملکي انجنیرۍ، د اوبو او روغتیا ساتنې د انجنیرۍ، چاپېریالي روغتیا یا ورته تخنیکي برخه کې د پوهنتون سند درولودل.
• لږ تر لږه پنځه کاله د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي د پروګرامونو د ډیزاین او تطبیق برخه کې تجربه درلودل.
• په بېړنیو او پېچلو بشري حالاتو کې د کار کولو تجربه درلودل.
• د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي ارزونو، د پروګرام پلان جوړونې، څارنې او راپور ورکولو کې تجربه درلودل.
• د بشري معیارونو لکه ملي لارښودونو د عملي کولو برخه کې پوهه درلودل.
• له نادولتي بنسټونو، حکومتي ادارو او همغږۍ له میکانیزمونو سره د کار تجربه درلودل. له غورځنګ سره تجربه امتیاز ګڼل کېږي.
مهارتونه او وړتیاوې:
• د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي اړوند چارو په برخه کې پیاوړي تخنیکي او تحلیلي مهارتونه لرل.
• د اوبو اړوند تاسیساتو د ډیزاین وړتیا درلودل.
• د غوره همغږۍ، اړیکو او اسانتیا برابرولو مهارتونه لرل.
• د څو میداني ځایونو مدیریت او د پرله پسې سفر وړتیا لرل.
• د راپور لیکلو او مستند جوړونې پیاوړي مهارتونه لرل.
• د ورډ، اکسل او کمپیوټر کې د انجنیرۍ سافټویرونوWaterGEMS ، Auto CAD یا نور د اوبو ډیزاین اړوند سافټویرونه برخه کې مهارت درلودل.
• په انګلیسي ژبه د خبرو کولو مهارت درلودل. په پښتو او دري ژبو قوي پوهه امتیاز ګڼل کېږي.
شخصي ځانګړتیاوې
• بشري اصولو او د افغاني سرې میاشتې ارزښتونو ته ژمنتیا لرل.
• په خپلواکه توګه د کار کولو او تر فشار لاندې حالاتو د کار وړتیا درلودل.
• پیاوړي ټولنیز مهارتونه درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.