لغمان؛ له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د شپږ نيم ميليونه افغانيو په ارزښت بشري مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۲۰:۱۶
lg

یکشنبه، ۱۴ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په ساو او قلعټکې سیمو کې له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۷۶.۷۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۵۳.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ ليټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه او ۵ پاکټه بیسکوټ په کې شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته یو شمېر غیر خوراکي توکي هم ورکړل شول، چې ۷ چکۍ د ځان مینځلو صابون، ۲ بوتله شامپو، ۷ چکۍ د کالیو مینځلو صابون، ۲ د اوبو بوشکې، ۱ سطل، ۱ ګیلاس او نور د اړتیا وړ توکي په کې شامل وو.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او اساسي ستونزو د را کمولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې له هرې کورنۍ سره د ۱۳ زره افغانیو په ارزښت یاده مرسته ترسره شوه، چې په ټوله کې ۶.۵ میلیونه افغانۍ کېږي.
افغاني سره میاشت د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال، د هېوادوالو د خدمت، ژغورنې او لاسنیوي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

BACK TO NEWS