دایکندي کې ۳۰۰ اړمنې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۸:۵۴
دایکندي کې ۳۰۰ اړمنې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱۰ رجب ۱۴۴۷
د دایکندي ولایت د مرکز اړوند په نیلي ښار کې له ۳۰۰ راستنو شوو کډوالو او بېوزله کورنیو سره افغاني سرې میاشتې ۲۶.۷ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ۸۹ کیلو خوراکي توکي ترلاسه کړل، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، رُب او مکروني په کې شامل وو.
دغه راز، هرې کورنۍ ته ۳ چکۍ د لاس مینځلو صابون هم ورکړل شو.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به د یادو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره او اساسي ستونزې تر یوې کچې را کمې شي.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو او پېښځپلو وګړو لاسنیوي ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۵۹
Background image

فراه؛ له ۱،۰۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په مرکز کې د بېلابېلو ناحیو ۱،۰۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲ کمپلې، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د زابل د ۲۷۰ متر مربع ځمکې د پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند، د زابل ولایت په مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار پرته د ۲۷۰ متر مربع ځمکه د ۱۵ کلنې پانګونې لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۴۱
Background image

ارزګان کې رضاکارانو ته د عامه پوهاوي لپاره د حفظ الصحې او کرامت کېټونه ورکړل شول

شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په دهراود او چهارچینو ولسوالیو کې ۸۰ تنو رضاکارانو ته د حفظ الصحې او کرامت کېټونه ووېشل شول، ترڅو د عامه پوهاوي په. . .

BACK TO NEWS