د خیرخانې مېنې ۱۳ ښارګوټي کې پر ۶۱ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه داوطلبي ترسره شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۷
د خیرخانې مېنې ۱۳ ښارګوټي کې پر ۶۱ جریبه ځمکه د پانګونې په موخه داوطلبي ترسره شوه

شنبه، ۲۹ جمادي الآخر ۱۴۴۷ 
د کابل ولایت خیرخانې مېنې په ۱۳ ښارګوټي کې د افغاني سرې میاشتې اړوند پر ۶۱ جریبه ځمکه د پنځلس کلونو پانګونې په موخه مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
د داوطلبۍ دې ناسته کې، چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وه، ۳ شرکتونو ګډون درلود، چې د اسنادو تر ارزونې وروسته به پر یاده ځمکه د پانګونې قرارداد په شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹
Background image

راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په مرکز، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۲
Background image

له زلزلې وروسته د ژمي ساړه؛ بلخ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنيو ته ژمني توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په اړوندو ناحیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېلابېلو ژمنیو توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۴:۵۵
Background image

کډوالو سره دوامداره مرستې؛ نیمروز کې پر۱۰۰۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د نیمروز ولایت د مرکز زرنج په ګډون په څلورو (دلارام، خاشرود، کنګ، چخانسور) ولسوالیو کې پر. . .

BACK TO NEWS