سمنګان؛ پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۷:۷
سمنګان؛ پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بشري کړاوونو د را کمولو په موخه ۳۱.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا او خُرما په کې شامله وه.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په خُلم ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۶:۲۱
Background image

تخار کې ۶۰۰ بزګرانو ته ۳،۰۰۰ مېوه لرونکې ونې ووېشل شوې

شنبه، ۱۸ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون د پروژې تر چتر لاندې ۶۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۳،۰۰۰ اصله بېلابېلې مېوه لرونکې ونې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د روژې مرستې؛ ننګرهار کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته د ۳.۲ ټنه خُرما ورکړل شوه

شنبه، ۱۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په ننګرهار ولایت کې ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره ۳.۲ ټنه خُرما مرسته وکړه.
دغه مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۵:۵۸
Background image

بغلان؛ د افغاني سرې میاشتې ښوونیز مرکز کې له ۶۵ زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه

شنبه، ۱۸ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې د انګلیسي او ریاضي په برخو کې له ۶۵ تنو زده کوونکو څخه درې میاشتنۍ آزموینه واخیستل. . .

BACK TO NEWS