هلمند؛ افغاني سرې مياشتې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه کړې ده
پنجشنبه، ٢٩ جمادى الأولى ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د هلمند ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٢٢١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣١٢٥ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
