هلمند؛ ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو وروستۍ آزموینه واخیستل شوه
پنجشنبه، ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د اداري مهارتونو د لنډمهالي کورس له ۱۳۵ تنو زده کوونکو څخه د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته د پای آزموینه واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم له یاد ښوونیز مرکز څخه د انګلیسي او کمپیوټر ۸۷ تنه زده کوونکي فارغ شوي وو.
