د بې‌سرپرسته مېرمنو تولیدي توکو ته د بازارموندنې روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۷:۴۲
د بې‌سرپرسته مېرمنو تولیدي توکو ته د بازارموندنې روزنیز ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۹ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې له لوري، د اتریش د سره صلیب په مالي ملاتړ او د ډنمارک د سره صلیب په تخنیکي همکارۍ، د کابل، هرات، غور او ننګرهار ولایتونو د مرستونونو کارکوونکو ته د بې سرپرسته مېرمنو تولیدي توکو ته د بازارموندنې ۸ ورځنی روزنیز ورکشاپ  پيل شو.
 ورکشاپ کې، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د مرستونونو رئیس ښاغلي مولوي سید احمد بهرمند او په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مشر ښاغلي محمد شمع حضور درلود.
 د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ورکشاپ د پرانېستې پر مهال د نړیوالو کاري شريکانو له دوامداره مرستو مننه وکړه، د کونډو او یتیمانو خدمت یې د ټولو ګډ مسئولیت یاد کړ. 
نوموړي د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل، چې د بې سرپرسته مېرمنو د ځان بسياینې لپاره د هغوی تولیدي توکو ته د بازار موندنې په موخه له دې روزنيز ورکشاپ څخه بشپړه ګټه پورته کړي. 
همدارنګه، د مرستونونو رئیس ښاغلي بهرمند د بې‌سرپرسته مېرمنو، یتیمانو او معیوبینو لپاره د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې ډول روزنیزو پروګرامونو د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مسٸول وویل: زموږ هدف دا دی، څو بې‌سرپرسته مېرمنې او کورنۍ په ځان بسيا شي، خپل تولیدات بازار ته وړاندې کړي او د خپل ژوند اړتیاوې په خپله پوره کړي.
په یاد روزنیز ورکشاپ کې به کارکوونکو ته د بې‌سرپرسته مېرمنو د تولیدي محصولاتو بازارموندنې، د تولیداتو کیفیت لوړونې او د اقتصادي پیاوړتیا په اړه لازمه روزنه ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS