کابل؛ مرکزي روغتون کې د سترګو د پردو جراحي عملیاتو پنځه ورځنی وړيا بهير پيل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۲۴
کابل؛  مرکزي روغتون کې د سترګو د پردو جراحي عملیاتو پنځه ورځنی وړيا بهير پيل شو

یکشنبه، ۳۰ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه مرکز په مالي ملاتړ، د البصر نړیوال خیریه بنسټ له خوا د سترګو د پردو په رنځ اخته ناروغانو د درملنې او جراحي عملياتونو پنځه ورځنی بهیر، مرکزي روغتون کې پیل شو.
د پروګرام د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحديث شهاب الدین دلاور وویل، دا ډول پروګرامونه د بېوزلو او اړمنو هېوادوالو د درملنې برخه کې ارزښتمن او اغېزمن ګام دی او زیاته یې کړه، چې د دې بهیر له لارې به کابل کې ۴۰۰ تنو ناروغانو ته د کتنې، درملنې او جراحي عملیاتو ترڅنګ د سترګو د کمزورۍ لپاره عینکې هم ورکړل شي او په نږدې ورځو کې به  ۴۰۰ تنو  ناروغانو ته په ننګرهار او ۴۰۰ تنو نورو ته په کندهار کې  هم  د سترګو د پردو عملیاتونه ترسره شي.
همدا راز، نوموړي په نږدې راتلونکي کې د زړه سوري ناروغانو د درملنې او عملیاتو لپاره په طبي وسايلو سمبال روغتون د جوړیدو ډاډ وړاندې کړ او د هېواد په کچه یې د سرې میاشتې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا ژمنه وکړه.
ورپسې د البصر نړيوال خیریه بنسټ استازي رضوان احمد بلوچ وویل، له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په افغانستان کې د سترګو ناروغانو د درملنې لړۍ پیل کړې او هڅه کوي چې دغه خدمات لا پراخ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۲:۲۶
Background image

هلمند کې د اور لګېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

دوشنبه، ۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د اور لګېدنې له امله له یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره درې قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې دوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

نورستان؛ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

دوشنبه، ۱ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کامدېش ولسوالۍ، پتیګل کلي کې له ۸ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته  وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته یو ترپال،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

بدخشان؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو بېوزلو هېوادوالو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوې دي

دوشنبه، ١ ربيع الأول ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٥٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS