د افغاني سرې میاشتې ټولنې نویو شامل شویو رضاکارانو ته ښونیز ورکشاپ دایر شو!
د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې ٣٥ نویو شامل شویو رضاکارانو ته د بشري ارزښتونو پر اصولو اوبشرپاله نړیوالو قوانینو په اړه پنځه ورځنی ښونیر ورکشاپ دایر شو.
ورکشاپ چې د ځوانانو او رضاکارانو په مرکزي کلوپ کې دایر شوی و، له اجنډا سره سم یې پنځه ورځې دوام درلود، چې د سرېمیاشتې ” ٣٥ “ نویو شامل شویو رضاکارانو پکې ګډون کړی و.