فاریاب کې پر بې سرپرسته کورنیو مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۳۰ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت د بېلابېلو ولسوالیو پر ۲۴۵ هغو بې سرپرسته کورنيو چې له یو کال راهیسې د امرار معیشت پروژې تر چتر لاندې د لاسي صنایعو (خیاطۍ او ګلدوزۍ) په برخو کې زده کړې ترلاسه کوي؛ په ټوله کې ۲۳.۰۳۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۴ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای او مالګه شامله وه؛ ورکړل شول.
همدا راز د یادو کورنیو له جملې د المار ولسوالۍ پر ۲۵ بې سرپرسته کورنيو ۱۰۵ کیلو کنجاړه او ۶۰ کیلو وربشې هم ووېشل شوې.