سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۴۰
سرپرست عمومي رئیس د پکتیا ولایت د اړمنو وګړو د لاسنیوي ژمنه وکړه

کابل – پنجشنبه، ۱۴ محرم ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د پکتیا ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره د دغه ولایت د اړمنو وګړو د ستونزو حل او اړتیاوو پوره کولو په موخه وکتل.

ناسته کې ښاغلي دلاور د پکتیا او پکتیکا ولایتونو وګړي، چې د طبیعي پېښو او د دوامداره وچکالۍ د ناورين له امله اغېزمن شوي، له جدي ستونزو سره مخ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې افغاني سره میاشت به د یادو ولایتونو له بې وزله او اړمنو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دغه راز ښاغلي دلاور ټینګار وکړ چې د بې‌ وزله وګړو ملاتړ او روغتیايي خدمتونه د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه دي او زموږ هڅه داده، څو له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو او کاري شریکانو سره په همغږۍ خپلو مرستو ته پراختیا ورکړو.

د پکتیا ولایت والي هم په ناسته کې د دغه ولایت د لرې پرتو سیمو، راستنو شوو کډوالو او سیلاب ځپلو وګړو د وضعیت په اړه معلومات شریک کړل او د بېړني لاسنیوي غوښتنه یې وکړه، چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۶:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ په پروان کې ۵۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د مرکز په ګډون د بګرام، کوه صافي او سید خېلو ولسوالیو له ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۴۰ ټنه خوراکي مرسته وکړه.
په مرسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
Background image

افغاني سره میاشت؛ د ۴ خالي بستونو لپاره له نوماندانو تحريري ازموینه واخیستل شوه

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د برخې پر ۴ خالي بستونو د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه له یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

روژه او انساني همدردي؛ ننګرهار کې پر ۲۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ۲۰ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۲۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو شل میلیونه (۲۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
په. . .

BACK TO NEWS