لوګر کې د رضاکارانو ۵ کمېټو ته د سېلابونو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي په موخه ٢۵ قلمه توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۷:۱۲
لوګر ولایت

کشنبه، ۱۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د پېښو پر وړاندې د ځواب وينې په موخه د رضاکارانو ۵ محلي کمېټو ته د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د سېلابونو پر مهال د چمتووالي او بېړنۍ مرستې په پار  ۲۵ قلمه بېلابېل د اړتیا وړ تجهیزات او توکي وسپارل شول، چې پکې روغتیایي کیټونه، لاسي څراغونه، د خوندیتوب خولۍ، دستکشې، بوټان، خېمې، د سرې میاشتې د پېژندنې واسکټونه او ارتباطي وسایل، شامل ول. 

 د یادې مرستې هدف د سېلابونو پر مهال پېښځپلو ته په اغېزمنه توګه رسېده ګي او د زیانمنو خلکو سره پر وخت مرسته ده

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۶:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ په پروان کې ۵۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د مرکز په ګډون د بګرام، کوه صافي او سید خېلو ولسوالیو له ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۴۰ ټنه خوراکي مرسته وکړه.
په مرسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
Background image

افغاني سره میاشت؛ د ۴ خالي بستونو لپاره له نوماندانو تحريري ازموینه واخیستل شوه

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د برخې پر ۴ خالي بستونو د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه له یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

روژه او انساني همدردي؛ ننګرهار کې پر ۲۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ۲۰ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۲۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو شل میلیونه (۲۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
په. . .

BACK TO NEWS