پنجشېر ولایت کې پر ٨٠ بېرونیو مشمولینو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۱۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخالحدیث شهابالدین دلاور، پنجشير ته په خپل رسمي سفر کې د یاد ولایت د نمایندګۍ په ریاست کې پر ۸۰ بېرونیو مشمولینو کورنیو د دوه ربعو ( شپږ مياشتو) په ټوله کې دوه میلیونه، درې سوه څلور دېرش زره (۲،۳۳۴،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې افغاني سره میاشت د بېسرپرسته، کونډو، یتیمانو او اړمنو هېوادوالو ملاتړ ته ژمنه وګڼله او زياته يې کړه چې د داسې وګړو لپاره به دا ډول مرستې بې له کوم ځنډ پرته جاري وساتي. نوموړي ژمنه وکړه چې پر یادو کورنیو به په نږدې راتلونکي کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم ووېشل شي.
دا راز سرپرست عمومي رئیس د نماينده ګۍ کارکوونکو ته د ورځنيو چارو د ترسره کولو برخه کې پر اخلاص او امانتدارۍ ټينګار وکړ او د اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنيو ستونزو ته پر وخت د رسيدنې اړوند يې لازمې سپارښتنې هم وکړې.