پر ۱۰۰ راستنو شویو کډوالو او اړمنو کورنیو د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وویشل شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۹:۳۸
شيخ الحديث شهاب الدين دلاور

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶


د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او په افغانستان کې د ترکیې هېواد سرې میاشتې مشر ښاغلي نعیم الله کریمي په شتون کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې او چین د سره صلیب په مالي ملاتړ د خوراکي او غیر خوراکي توکو چمتو شوې مرسته پر ۱۰۰ اړمنو او راستنو شویو کډوالو کورنیو وویشل شوه.

د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري ۱۰۰ اړمنو کورنيو سره مرسته

د یادې مرستې د وېش پر مهال سرپرست عمومي رئیس د ذوالحجې میاشتې د مبارکو ورځو او د اختر له را رسېدو سره سم د اړمنو وګړو د لاسنیوي برخه کې د ترکیې او چین هېوادونو د اوسنۍ او تېرو مرستو مننه وکړه او دغه مرسته یې د بې وزله کورنیو د ورځنیو اړتیاوو پوره کېدو برخه کې مهمه یاده کړه او هم یې  ته د مرستو د وېش برخه کې د  بشپړ  عدالت او ناپلوۍ ډاډ څرګند کړ.

ورپسې په افغانستان کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې مشر د افغاني سرې میاشتې د بشرپالو خدماتو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.

یاده د وي چې په خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کېلو اوړه، ۱۰ کېلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیتره غوړي او یو بسته چې چای، بوره، روب او بیسکویت او د غیرې خوراکي توکو مرسته کې ۳ کمپلې، ۵ ځان پاکونه، ۵ جوړه څپلکې، ۵ کاسې او ځینې نور د اړتیا وړ توکي  شامل وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۶:۱۸
Background image

د روژې په مناسبت؛ په پروان کې ۵۰۰ راستنو شوو کورنیو ته ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د مرکز په ګډون د بګرام، کوه صافي او سید خېلو ولسوالیو له ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۴۰ ټنه خوراکي مرسته وکړه.
په مرسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۵:۵۴
Background image

افغاني سره میاشت؛ د ۴ خالي بستونو لپاره له نوماندانو تحريري ازموینه واخیستل شوه

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د اوبو، روغتیاساتنې او پاکوالي د برخې پر ۴ خالي بستونو د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه له یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

روژه او انساني همدردي؛ ننګرهار کې پر ۲۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ۲۰ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

سې شنبه، ۱۴ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۲۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو شل میلیونه (۲۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ ووېشل شوې.
په. . .

BACK TO NEWS