لوګر ولايت کې څه باندې ٨٧٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

لوګر ولايت کې څه باندې ٨٧٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د لوګر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٨١٢ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ١٤٦ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٥٠٧ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٣١٧١ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٠٩ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٨٠٤ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ١٣٦ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.