بدخشان ولايت کې ٥١٧٣ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

بدخشان ولايت کې ٥١٧٣ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د بدخشان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢١١٠ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٨٤ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٨٨٢ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٥١٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٨٤ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٣٠ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٢٦٨ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.