سرپرست عمومي رئیس د ولایتي مجامعو له رئیسانو سره وکتل!

سرپرست عمومي رئیس د ولایتي مجامعو له رئیسانو سره وکتل!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۲۵ مه، د دې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د ولایتي مجامعو له رئیسانو سره د فعالیتونو د اغېزمنتیا او پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د ولایتي مجامعو رئیسانو ته په ټولنه کې د دوی د مسئولیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او لارښوونه یې وکړه چې د ولایتي مجامعو غړي باید افغاني سره میاشت په ښه شکل خلکو ته ور وپېژني او د حقيقي اړمنو او بې وزله کورنیو په موندلو کې دې خیریه ملي ټولنې سره مرسته وکړي.
ورپسې د مجامعو ولایتي رئیسانو د اړونده ولایتونو د حالاتو، ستونزو او اړتیاوو په هکله له سرپرست عمومي رئیس سره خپل معلومات شریک کړل چې د نوموړي له لوري ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.